د نارنج باغ له عبدالحق مېنې نه پېل تر انګورباغ بازاره جوړیدونکي سړک

د نارنج باغ له عبدالحق مېنې نه پېل تر انګورباغ بازاره پرپېل شوي جوړېدونکي سړک د قير اچونې چارې پېل او ډېر ژر به وروسته له بشپړقیر اچونې ګټې اخستنې ته وسپارل شي . د ښاروالۍ پر ۳۱ میلونه افغاینو دغه سړک چې یو عشاریه ۷۵ کیلومتره اوږدوالې ، ۱۰ متره پلن والې او نور اړین ملحقات لري سره ددې چې د ښار د ښکلا سبب ګرځي د ګڼې ګوڼې مخنیوي کې هم ګټور تمامېدای شي . د ښار د څلورمې ، دوهمې ، نهمې او پنځمې ناحیې استوګن او درانه ښاریان کله چې کابل او طورخم او همدارنګه یوې ناحيې نه بلې ته د تګ راتګ اراده ولري پرته د وخت ضایع او ګڼې ګوڼې به ددې سړک څخه ګټه پورته کوي .