د ننګرهارولایت ښاروالیو ولایتي شبکه جوړه شوه .

د ننګرهارولایت ښاروالیو ولایتي شبکه جوړه شوه
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست په نوښت او کوربه توب د لومړي ځل لپاره د ننګرهارولایت ښاروالیو ولایتي شبکه جوړه او نن يې رسمآ پرکار پېل وکړ . په دی شبکه کې د ننګرهارولایت یوولس د ولسوالۍ ښاروالۍ ونډه لري .موخه یې په دې ولایت کې د ښاروالیو ترمنځ د همغږۍ له مخې د چارو د ښه والې،پلان جوړونې ، د تجاربو او وړتیاو لوړوالې . د ښار او اطراقي ( کلو ) ترمنځ د واټن ختمول او سره له تړلو وروسته پرمختګ ته کار کول دي . ددغې شبکې ریس ( مشر ) د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل او سکرتریت يې ښاري حکومتولۍ امریت کوي هرو دریو میاشتو کې به یوه ناسته او که اړتیا ولیدل شوه له دریو میاشتو مخکې هم ناسته کولای شي
هېره دې نه وي د ننګرهار ولایت ښاروالیو شبکو جوړونې په غونډه کې د ښاروالیو معینت د شوراګانو او برنامو همغږۍ امر پښتونیار دراني ، ننګرهارولایت سکټوري ریس ، ننګرهارپوهنتون استادانو ، دښاروالۍ د نهو ناحیو امرینو ، ښاروالۍ مشورتي شورا مرستیال ، منشي او غړو ، د نهو ګونو ناحیو ګذروکیلانو او نورو ونډه اخستې وه چې د غونډې په پای کې د شبکې غړو ښاروالانو د جلال آباد ښاروالۍ د بیلابیلو څانګو او ناحیو نه هم لیدنه ترسره کړه