د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په اتمه ناحیه کې د پاک او زرغون ښار پروژې عملي چارې پيل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په اتمه ناحیه کې د پاک او زرغون ښار پروژې عملي چارې پيل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې ددغه ښار په اتمه ناحیه کې د سرسبزۍ او بنسټيزو کارونو د ترسره کولو په موخه د پاک او زرغون ښار پروژې عملي چارې پيل شوې. د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل په اتمه ناحیه کې د يادې پروژې د عملي پيل په مراسمو کې، د یادې ناحيي استوګنو ، ګذر وکیلانو ، قومي مشرانو ، مخورو او ځوانانو ته وويل، د دې پروژې اصلي موخه بې روزګاره ښاریانو ته کار موندنه ده ، عمرانات او په اتمه ناحیه کې به د یادې پروژي پرپلي کیدا سره د ښاراتمې ناحيي ته ځانګړې ښکلا ورکړل شي. سرپرست ښاروال د خپلو خبرو په یوي څنډې کې وویل دغه پروګرام ځکه ګټور او بختور دې چې د لومړي ځل لپاره په هغو ساحو کې پلې کیږي چي تردي پخوا د بهسودو ولسوالۍ پوري يي تړاو درلود خو اوس د ښار اتمه ناحيه کې شامل شوي په راتلونکي کې به د پلان له مخې د اتمې ناحيي ښکلا او رغونې ته لا زیات کاروشي او ډیري ګټورې پروژي به ورته  پلې شي . نوموړي دمګړۍ په یاده ناحیه کې د روانو کارونو لکه دامان سړک ، د اتمې ناحيي لپاره د نوي ودانې او مارکیټ چې د تشویقي بودیجي له لیاري بشپړيږي او نورو ګټورو کارونو یادونه وکړه ، ښاروال وړاندي وویل : ښاروالي غیرې بودیجوي واحد دي او د درنو ښاریانو په همکارۍ او صفايي محصول ، ټیکس ... نورو په ورکړي سره به د ښار ښکلا ته لا زیات کار وشي او هغه هیلي به مو ژر په عمل کې پیاده شي چې موږ او تاسو يی هیلي لرو . نوموړي په ورته وخت کې د ولسي تړون پرملي پروګرام هم اوږد بحث وکړ او د اتمې ناحيي استوګنو ته يي وویل چې د یاد پروګرام په پلي کیدا سره به د ښاراو اطرافو سیمو ترمنځ په متوازن ډول پرمختګ رامنځته شي او دولت او ولس ترمنځ به اړیکي لا غښتلې شي . په ختیځ کې د یو این هبیتات د دفتر مسوول سعد ملکوک شیرزاد وویل د پاک او زرغون ښار د پروژي له لیاري به په اتمه ناحیه کې ۳۰ تنو نارینه او ۶ تنو ښځینه و ته د کارزمینه برابره شي او یاده پروژه به یو کال دوام ولري چې له لیاری به دمکړۍ د اتمې ناحیی کانال ( لویه ویاله ) پاکه شي . په ورته وخت کې د اتمې ناحيی قومي مشرانو هریو حاجي معراج بهسودي او  حاجي فضل الرحیم پخپلو خبرو کې د ښاروالي د ټولو روانو کارونو ستاینه وکړه او پردي يي خوښي څرګنده کړه چې زموږ سیمه د ښار اتمه ناحیه شوه .  موږ به د ښاروالۍ سره په ګډه د اتمې ناحيي د ښکلا او پاکي ته لا زیات کار وکړو او د خپلې ښاروالۍ سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو .د یادې غونډې او پرانستي مراسمو په پاي کې  د اتمې ناحيي مشرانو ، ګذروکیلانو، مخورو ، ځوانانو ... له لوري د جلال آباد سرپرست ښاروال ته دده د ښو کارونو د ترسره کولو له چې ښار او ښاریانو ته يی ترسره کړي او ترسره کوي يی د اعزاز لونګې هم ورپه سرکړل شوه .