یوه ورځ پلې ګرځېدا په یوه اونې کې کمپاین ترسره شو .!

یوه ورځ پلې ګرځېدا په یوه اونې کې کمپاین ترسره شو .!
یوه ورځ پلې ګرځېدا په یوه اونې کې ترنامه لاندې کمپاین ترسره شو، د جلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولې امریت وايي دغه کمپاین يي په ختیځ کې د یو این هبیتات اداری سره په ګډه د پلې ګرځېدا فرهنګ عامولو ، پلو لارو او ګرځېدا اهمیت او دغې فرهنګ ته لا زیات کار کولو په موخه په لاره واچوو .
کمپاین د جلال آباد ښاروالۍ د ریاست له انګړه پیل او تر امیرشهید بڼ پوري وغزید . دغه کمپاین دوه برخې لرلې . اول دا چې پلې ګرځیدا فرهنګ عامول او بله هغه يي عامه پوهاوي کول او د پلو لارو د خلاصون په تړاو و . د جلال آباد ښاروالې مالي او اداري امر محمد اصف برید پخپلو خبرو کې وویل جلال آباد ښاروالۍ به د پلې ګرځېدا فرهنګ عامولو ته لا زیات کار وکړي . برید وویل : پلې ګرځیدا که له یوي خوا زموږ صحت ته ګته لري له بل اړخه موږ د ښار له حاله له نږدي خبروي .
همدارنګه په ختیځ کې د یو این هبیتات ادارې مشر سعد ملکوک شیرزاد د کمپاین پرمهال وویل : پلې ګرځیدا د روغتیا لپاره ډیره ګټه لري . پلې ګرځیدا په ښآر کې د ګڼې ګوڼې په مخنیوي کې مهم رول لري . هغه داسې چې پرسړکونو د زیاتو وسایطو د تګ راتګ او پرته له اړتیا د ګرځو مخنیوي هم کیږي .
د ښاروالۍ د مشورتي شورا په استازۍ میراحمد ماما ، مدني فعال ذبیح الله حقیار ، او نورو پخپلو خبرو کې دغه ډول کمپاینونه ډیر ګټور وبلل او د دوام غوښتنه يي وکړه . ویناوالو پخپلو خبرو کې وویل ښار ته باید لا زیات کار وشي او دا د همدا ډول کمپاینونو له لیاري چې د درنو ښاریانو سره مستقیمآ په اړیکه کې کیدل دي شوني ده