جلال آباد ښاروال : د شاوخوا ۴۵۰ میلونه افغانیو په اندازه د ښاراتمې ناحيې کې بېلابېلې رغنیزې پروژې روانې دي .

جلال آباد ښاروال : د شاوخوا ۴۵۰ میلونه افغانیو په اندازه د ښاراتمې ناحيې کې بېلابېلې رغنیزې پروژې روانې دي
د جلال آباد ښاروال ریاض الله ریاض الله درمل اتمې ناحيې امریت اداري ودانۍ پرانستې پرمهال رسنیو او د اتمې ناحيې استوګنو ته وویل : د شاوخوا ۴۵۰ میلونه افغانیو په اندازه د ښاراتمې ناحيې کې بېلابېل رغنیزې پروژې او چارې روان دي چې زیاته برخه په کې ولسي تړون ملي پروګرام هم ده . د ښاروال په ټکو د خپل پلان غوښنه برخه يې د ښار په نوو تاسیس شوو ناحیو لکه اتمه ، نهمه ، اومه او شپږمه کې زیات رغنیز او پراختیايې کارونه کول دي او هڅې يې د محاکمو ریاست سره په همغږۍ چټکې کړي چې د اتمې ناحيې املاکي چارې او قضيې په ولسوالۍ کې نه بلکې په ښاري محکمه کې ترسره شي . درمل زیاتوي چې اوس د اتمې ناحيې درانه ښاریان کولای شي خپلې امنیتي ستونزې د بهسودو ولسوالۍ سره نه بلکې د پولیسو اتمې حوزې سره چې په اتمه ناحيه کې يې په کار پېل کړې شریکي کړي . نوموړي د اتمې ناحيې د استوګنوغوښتنوچې موږ ته دې سړکونه ، ویالې ، پارکونه او نور رغنیز کارونه هم ترسره شي په ځواب کې وویل : ستاسو د ښاري خدماتي محصول ( صفايې محصول ) پخپل وخت ورکړې ، د ناحیې د عوایدو په لوړوالي اونورو اړونده ټیکسونو په وخت تحويلۍ سره به په یاده ناحیه کې ستاسو دغو ټولوغوښتنو ته ژر او مثبت ځواب ویل شوی وي
د یادونې ده د ښار اتمه(۸) ناحیه له اقتصادي پلوه هم یو با ارزښته ناحیه ګڼل کیږي، په کې زیاتې سوداګریزې ساحې : لکه هوټلونه،هټۍ،دتیلو پمپونه، کارخانې،مارکیټونه شتون لري .د پخواني ولسمشر حامد (کرزي) د حکومت په دوران کې په (۱۳۸۳/۳/۹) کال د(۵۰) ګڼه فرمان له مخې منظوره شوې ده، دیادې ناحیې څلور خواوې شرق ته یې دکامې دپله ترڅنګ دتوغچي، بلندغر، بینګاه، غرب خوا ته بحرآباد، شمال طرف ته یې وچ تنګی،دامانونه، جنوب خوا ته دکابل سیند بهیږي،چې دکابلي سیند دشور ، مستۍ او ښکلا سره دیادې ناحیې ښکلا نوره هم زیاته شوې ده.