ښاروالۍ او ښاریان د ښار د ښکلا جوړونکي دي . ((جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل )) .

ښاروالۍ او ښاریان د ښار د ښکلا جوړونکي دي . ((جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل )) .

د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل نن وري په ۱۸ مه  پخپل کار ځاي کې د ښار د بیلابیلو اقشارو ( اصنافو ، سوداګرو ، لاسي پلورونکو اتحاديي مسوولینو ، ځوانانو ، ژورنالستانو ملي شورا غړو ) او نورو سره په بیلابیلو کتنو کې وویل : ښاروالۍ او ښاریان د ښار د ښکلا جوړونکي دي زموږ او ستاسو په ګډو هلو ځلو به دا ښار لا ښکلی شي  .ښاروال د غونډي په برخه والو او ښاريانو غږ وکړ ،چې د ښار په پاکوالي ، ښاري نظم ټينګښت ، پراختيا او نورو برخو کې د ښار والۍ کار کوونکو سره خپله همکاري دوامداره وساتۍ ځکه ښاروالۍ ولسي اداره ده او پرته د ښاریانو يې غوره خدمتونه هم نیمګړي دي .  
درمل  ژمنه وکړه ، چې د ښاريانو پر مټ به د ښار د ښکلا او پراختيا لپاره پوره هڅې وکړي.
نوموړي دا هم وويل: جلا ل ا باد ښار کلونه وړاندې د ډیرو کمو کسانو استوګنې لپاره جوړ شوی ، چې دا مهال پکې په لکونو وګړي ژوند کوي . نوموړي په  ټکو خصوصي سکټور ته کارکول اوجذبول ، ښاریانو ته لازم او مناسب خدمات وړاندي کول ، ښاري فرهنګ ته لا زیات کار کول ، کار اهل د کار ته سپارل به یو پربل پسې په عمل کې پیاده کوو . د ښاروال وړاندي وویل : که درانه ښاریان د ښار په ښکلا او رغونه کې د خپلې ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي او  شته ستونزي د ښاروالۍ سره په ګډه حل کړي نو هغه ورځ لري نه ده چې موږ او تاسو به د هر اړخ نه د یو ښکلي جلال آباد ښآر لرونکي اوسو . د جلال آباد ښاروال وړاندي وویل : د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ به د بارو فضا قایمولو ته هم پوره پوره کوښښ وکړو او له ښاره او ښاریانو د هري یوي ترلاسه شوي افغانۍ به پوره حساب ورکوو او چاته به اجازت ورنه کړو چي زموږ او ستاسو د ټولو ګډ ښار خراب کړي او د پرمختګ مخه ونیسي .