د جلال اباد ښاروال رياض الله "درمل" د يو لړ ستونزو د حل په موخه د استناف محکمې له رئيس ښاغلي عبدالولي قاضي زاده سره د هغه په دفتر کې وليدل.

د جلال اباد ښاروال رياض الله "درمل" د يو لړ ستونزو د حل په موخه د استناف محکمې له رئيس ښاغلي عبدالولي قاضي زاده سره د هغه په دفتر کې وليدل.
نن جهارشنبه د همغږۍ په موخه په جوړې شوې ناسته کې د جلال اباد ښاروال ، د عدلي رئيس، اراضي رئيس، يو شمېر قاضي صاحبانو، د ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري خدمتونو امر، ښاروالۍ د املاکو مدير او يو شمير نورو هم ونډه لرله. په ناسته کې د املاکي قضيو په چټکه توګه څارولو ، د اړونده چارو په همغږۍ ترسره کولو ، د قبالو په ښه توګه د اجرا او نرخ تفصيلي خبرې وشوې ، همدا راز په ياده ناسته کې د ښاروالۍ د غصب شوو ځمکو د غصب څخه په ژغورلو او يو شمېر نورو موضوعات د مجلس د ګډون والو لخوا توافق ترلاسه شو.