رسنۍ د ټولنې په جوړښت کې د رګونو دنده لري

رسنۍ د ټولنې په جوړښت کې د رګونو دنده لري ( ښاروال) . !
د جلال آبادسرپرست ښاروال انجینرحکیم الدین عمرخېل وايي رسنۍ زموږ ستره سرمایه ده موږ ترې د همکاریو هیله لرو، دا خبرې د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل ننګرهارملي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې . سرپرست ښاروال په مرکي لومړي د ښاروالی پرروانو او تردی دمه ترسره کړو کارونو په مکمله توګه رڼا واچوله او د خبریال بیلابیلې پوښتنې يي ځواب کړې او له هغې وروسته يي او بیا يي د رسنیو د اهمیت په اړه داسې وویل : رسنۍ دیوه هېواد او ټولنې په ذهني وده او فکري تګلوري کې اساسي رول لري، رسنۍ د یوه دولت د قوت ستن ګڼل کېږي، د اوسنیو تخنیکي امکاناتو او د نړۍ د بېلابېلو ملتونو د زده کړې د کچې د اوچتیا له مخې رسنۍ ترنورو قوو مخکې دي .همدارنګه رسنۍ او مطبوعات د هرې ټولنې په جوړښت کې د رګونو ځای او دنده لري، داسې چې هغې ټولنې ته وده ورکوي او د پرمختک پرلوري يې لار پرانېزي. ښاروال زیاته کړه جلال آباد ښاروالي به هم د خپلو درنو ژورنالستانو، لیکوالو او فرهنګیانو ټولې هغه مشورې، او غوښتنې په ورین تندي ومني چې د دې ټولنې، ښار او ښاریانو په ګټه وي .