د جلال آباد ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل د کوچي پلازې او علي پلازې ترڅېرمه شته لاسي پلورونکو مشرانو سره وکتل

د جلال آباد ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل د کوچي پلازې او علي پلازې ترڅېرمه شته لاسي پلورونکو مشرانو سره وکتل . ددغې ساحې نه شکایت و چې ګواکې ډېرې ګڼې ګوڼې ښاریانو ته په ځانګړي ډول خویندو ته د توکو د رانیولو پرمهال ستونزې جوړې کړي او دا ګڼه ګوڼه همدې لاسي پلورونکو جوړه کړې ده . د غونډې برخه والو لاسي پلورونکو مشرانو مشورتي بورډ مرستیال سره ژمنه وکړه چې یادې شوې ستونزې ته به د پآی ټکې ږدي
هېره دې نه وي چې جلال آباد ښاروالۍ مشورتي بورډ غړي چې د ښاریانو د بېلابیلو قشرونو استازي دي د طرزالعمل له مخې د بېلابیلو جوړو شوو کمېټو له لارې ښاري مسایلو ته کار کوي او د حل په اړه يې لازمې مشورې د بورډ مشر ( ښاروال ) ته ورکوي .