د جلال اباد ښاروالۍ له لوري یوه اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوه .!

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري یوه اندازه ځمکه د غاصبینو له منګلو خلاصه شوه .!
د جلال آباد ښار درییمې ناحیي اړوند کمبو خوړ په غاړه سیمه کې جوړې شوې خپلسرې ودانۍ ونړول شوي او د غصب مخنیوي وشو . د جلال آباد ښاروالۍ سرپرست انجینر حکیم الدین عمرخیل وايي نن شنبه د ميزان میاشتي په 22نېټه د ښار د درییمي ناحیې اړوند کمبو خوړ سیمه کې کې هغه غیري قانونی او خپلسرې ودانۍ او د ودانۍ لپاره جوړ شوي سنګکاري ونړول شوي چې د ښاروالۍ پرځمکه آبادې شوې وي . ښاروال زیاته کړه يو تن غوښتل چې د خوړ د اوبو د وتلو ځای ( مجرا ) تنګه او غصب کړي ، چې موږ ورته پخوا هم خبرداري ورکړي و چې د یادی ځمکي له غصب نه ډډه وکړۍ ځکه د بارانونو او سیلابونو د راوتلو په وخت کې به درییمي ناحیی استوګن زیان من کړي او ښار به د تخریب سره مخ شي . کله چې نوموړي ونه منله نو جوړ شوي ابادي ورته ونړول شوه ، د يادونې ده چې په دريمې ناحيي کې دغه ځمکه چې دى کس چې غوښتل غصب کړي او ښاروالۍ يي پر وخت مخه ونيوله د پلان له مخې شنه ساحه ده . ښاروال په ورته وخت کې په ټولو درنو ښاريانو غږ وکړ چې ټولګټو او عامه تاسيساتو سالمه ساتنه وکړي او څوک پري نه ږدي چې تخريب يي کړي ځکه دا زموږ د ټولو نسلونو امانت دې دا امانت بايد سالم وساتو .!