د شهیدانو اومعلولینو کورنیو ته د نمرو د ورکړې لړۍ پېل شوه.

د شهیدانو اومعلولینو کورنیو ته د نمرو د ورکړې لړۍ پېل شوه. ( جلال آباد ښاروالۍ )
د جلال اباد دښاروالۍ مسولین وایي وتوانیده چې تراوږده ځنډو وروسته ۱۲۴۲ نمرې تثبیت کړي . په همدې تړاو نن د جدي په ۱۲ مه د ښاروالۍ ریاست د غونډو په تالار کې د علني پروسې له لارې چې په کې د ښار د بیلابیلو اقشارو استازو ، ځوانانو ، مدني فعالانو ، رسنیو او د شهیدانو او معلولینو ورثارو ونډه لرله د نمرو د ورکړې او تثبیت لړۍ پېل شوه . د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وایي،په دې کې هغه کورنۍ شاملې دي چې دکورنۍ غړي یې د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۹۴ کالونو پرمهال په جګړو کې وژل شوي او یا معلول شوي دي. دی وایي دې کورنیو ته به د ښار اتمې ناحيې اړوند د بهر اباد په ښارګوټي کې او پاتې نمرې به نورو کورنیو ته په کوټ ولسوالۍ کې ورکړل شي . په ورته مهال مرسته شوي کورنۍ هم د ښاروالۍ له دې اقدامه خوښ دي او زیاتوي چې باقي پاتې نمرې دې هم پروخت مستحقینو ته ورکړل شي . هېره دې نه وي چې د ځمکود نمرود تثبیت او ورکړې په ننیو مراسمو کې د ګډ هیت سربېره د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عارف مومند ، ښار جوړونې ریس ښځو چارو ریسه ، کارټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست استازي مشورتي شورا ګانو رهبري هیت هم ونډه لرله .