جلال آباد ښاروالۍ Asian Townscape Award لومړۍ مقام جایزه وګټله

د امیر شهید تاریخي بڼ ( د جلال اباد ښاروالۍ او یو این هبیتات د AUPP ګډې برنامې ) په هغه سیالۍ کې چې د سیمې د بیلابیلوښارونوپه منځ کې په لاره اچول شوې وه د Asian Townscape Award لومړۍ مقام جایزه وګټله . دغه جایزه په پلازمینې کابل کې د یو این هبیتات دفتر له لوري د ښاري حکومتولۍ عمومي ریس محمد نصیر حمیدي ته سپارلې شوې وه چې نوموړي نن د جلال آباد ښاروال ته وسپارله . ښاروالي ددې سترې بریا مبارکي خپل درنو ښاریانو ته هم ورکوي . مبارک مو شه .