ښاري نظم پروړاندې به ټولې موانع لرې شي .( ښاري نظم کمېسون )

ښاري نظم پروړاندې به ټولې موانع لرې شي .( ښاري نظم کمېسون
ښاري نظم کميسون چې د ننګرهار والي په هدايت جوړ شوې او مشري يې د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل کوي تير مازديګر ياد کميسون غړو ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره ناسته ترسره کړه. په ناسته کې د ننګرهار والي لخوا کميسون ته دنده وسپارل شوه، چې د ښاري نظم د رامنځته کيدو په موخه په ښار کې ټولې ټرانسپورټي هډې، شخصي سرايونه او پارکينګونه وتړي او منشيان يې او هغه موټر چلوونکي چې له غير قانوني هډو او د ښار له چوکونو سورلۍ وړي ونيسي او قانوني کړنې دې ورسره تر سره کړي.
په ياده ناسته کې په ښار کې د نظم د رامنځته کيدو لپاره په يو شمير نورو اړينو لارو چارو بحث وشو چې په راتلونکې کې به په کار واچول شي.