د جلال اباد لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولسونو او ښاریانو ته وروپیژندل شو

د جلال اباد لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولسونو او ښاریانو ته وروپیژندل شو.

د جلال اباد ښار لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال ریاض الله درمل د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت ولسونو ته وروپیژندل شو او رسماً يې په خپله دنده پیل وکړ. د پيژندنې په پار د وري په ۱۶ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د جوړو شوو مراسمو پرمهال د ملي او ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو، د ګذر وکیلانو اود بېلا بېلو بنیسټونو استازو ګډون کړی و سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منکل نوي ټاکل شوي ښاروال ته د مبارکۍ ورکړې ترڅنګ وویل، دولتي چوکۍ او مسئولیت یو ستر امانت دی او هغه څوک بریالی شخص ګڼل کیدای شي، چې لدې ازموینې بریالی راووځي. نوموړي زیاته کړه له کډوالۍ راستنې شويو کورنیو ډیری په جلال اباد ښار کې میشت شوي، چې له امله يې په ښار کې د نفوس د زیاتوالي او بې نظمۍ سبب ګرځیدلي. هغه همداراز وویل، چې د ښاروالۍ کارکوونکو ترڅنګ ښاریان هم سترمسئولیت لري، چې په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي او پاکۍ په برخه کې پوره همکاري وکړي. ننګرهار والي نوي ټاکل شوي ښار وال ته د یادې ادارې په بېلا بېلو برخو کې د اصلاحاتو سپارښتنه وکړه او هم يې په قانوني چارو کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ. د سیمه یزو اګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین روح الله نیازي او د ښار جوړونې وزارت معین حامد جلیل نوي ټاکل شوي ښاروال ته د عوایدو په زیاتیدو، فساد مخنیوي او ځینو نورو برخو کې د اصلاحاتو سپارښتنې وکړې. د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د ښاروالۍ ادارې له لوري په بېلا بېلو برخو کې په ورکړل شوو قراردادونو نیوکه وکړه او له نوي ټاکل شوي ښاروال څخه يې په یاده برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. دغه راز د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار وویل د هیواد جوړولو په برخه کې سپيڅلي احساس ته اړتیا ده او هر ټاکل شوی مسئول باید د پاکې ارادې له مخې خپلو ولسونو ته خدمت وکړي. د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو اتحاديې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب او ګڼ شمیر نورو نوي ټاکل شوي ښاروال ته د بې نظمۍ په مخنیوي، پاکۍ او د عوایدو په زیاتیدو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. د جلال اباد لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال رياض الله درمل وویل، چې د ازادې سيالۍ او د شفاف پروسیجر له مخې د ښاروال په توګه په دنده وګمارل شو. نوموړي زیاته کړه د جلال اباد ښار د هر اړخیز پرمختګ او ښاریانو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې ځانګړې طرحه او پلان يې جوړ کړی، چې په پلي کیدو کې يې د ښاریانو او بېلا بېلو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. د جلال اباد نوي ټاکل شوي ښاروال ولسونو ته د عوایدو د زیاتوالي، د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ د فاصلې ختمول او په اداره کې د فساد له منځه وړلو ډاډ ورکړ.