هېڅوک نه شي کولې چې یخ پخپل انحصار کې راولي ( جلال آباد ښاروال)

هېڅوک نه شي کولې چې یخ پخپل انحصار کې راولي ) جلال آباد ښاروال(
د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل په امر د دري کسیز هیت په شتون کې اوس هر څوک کولای شي چې د ښار په بیلابیلو ساحو کې د یخ پلور په موخه د تختونو له پاره ځایونه د ( پنځلس زره ، لس زره او پنځه زره ) افغانیو تعرفې په بدل کې د بانکي رسيد وروسته ترلاسه کړي. او په ډاډه زړه په کې د یخ پېر او پلور وکړي . د پورتنیو ذکر شوو پیسو اندازي څخه د زیاتو پیسو غوښتنه غیري قانوني کړنه بلل کیږي چې ښاروالۍ ته د منلو وړ نه ده او همدارنګه پرته د ښاروالۍ د تعرفې څخه څوک نه شي کولای چې د ښار په ذکر شوو ساحو کې یخ وپېري او یا يې وپلوري که هر چا داسې وکړه قانوني چلند به ورسره کیږي چې بیا به د شکایت حق ونه لري .!
نوټ: هیڅوک حق نلري چې د یخ د پېر او پلور په موخه عامه سرکونه، پلي لارې او کوڅې د ښاریانو پرمخ بندې کړي او یایې د مزاحمت لامل شي. متخلفین به د قانوني چلند وړ وي!
د اړتیا او یا د کومې ستونزي پرمهال ددی شمیرو سره اړیکه ونیسۍ .
۰۷۷۰۲۱۵۶۳۲ / ۰۷۴۹۰۷۴۹۷۱ / ۰۷۴۹۳۷۱۹۴۷