جلال آباد ښاروالۍ ښآري حکومتولۍ امریت

جلال آباد ښاروالۍ ښآري حکومتولۍ امریت 
د عقرب میاشتې حساب ورکونې غونډه ترسره شوه
د ښاروالیو نوی قانون په اړه د ښاروالیو مامورینو ته ورکشاپ ورکړل شو او هم دغه قانون په چاپ بڼه یو شمېر امریتونو ته ورکړل شو .
د ننګرهارولایت ښاروالیو شبکه جوړه شوه
د عامه پوهاوي ګرځند ډله ( ګروپ / ټیم ) جوړ او په ښار کې عامه پوهاوي ترسره کوي
د ښار په ۱۵ مکتبونو کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې فعالې او پرې وسایل وویشل شو
د ننګرهار معارف ریاست ، اطلاعات و فرهنګ ریاست او ښاروالۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د ښار په دریمه ناحیه کې د ناحيې د مشورتي شورا او د یادې ناحيې استوګنو سره په ګډه د ښاروال په مشرۍ د پاکۍ اشر ترسره شو . همدارنګه ښاروال صیب ته د نظر خاوندانو ، رسنوالو ، استادانو ، فرهنګیانو سره مشورتي ناسته برابرشوی
د جلال ښاروالۍ سایټ چې یو څه موده غیرې فعال و دوباره فعال شو او اوس په کې نشرات کیږي
د ولسمشر پرویناو لیکل شوي پیغامونه چې له مرکزه رالیږل شوي وو پربینرو چاپ او د ښآر په بیلبورډونو نصب شو 
هره ورځ د مرکو او هم په ژوندۍ بڼه مو رسنیو ته د ښاروالۍ د کړنو په اړه معلومات ورکړي او ښاریانو مو تری خبرساتل او د ښاروالۍ د اړونده څانګو فعالیتونه او لاسته راوړنې د رسمي فیسبوک صفحې ، سایت او وایبر ګروپ له لارې نشر شوي پرته له ځنډه
د جلال آباد ښاروالۍ اداري مجلس برابر او ترسره شو .
د جلال آباد ښاروال د شاوخوا دوو ربعو د ترسره کړو فعالیتونو او لاسته راوړنو حساب د ولایتي شبکې جوړونې غونډې برخه والو ته ورکړه
د ښاروالۍ بودیجی جوړونې په اړه ناسته برابره شوه او ښاریان تری خبر شو
د ښاروالۍ مشورتي شورا او ناحيې مشورتي شورا ګانو نوبتي ناستې ترسره کړې 
د ننګرهار پوهنتون انجنري پوهنځي محصلینو ترمنځ د ښه ډیزاین سیالۍ ته ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شو 
د ښاریانو ترمنځ سروي ( رضایت شهروندان ) ترسره شوه د شهر همکار دفتر په همکارۍ
شهر همکار دفتر له لوري رامعرفی شوي ښځینه ته مو د کار زمینه برابره کړی
د ځوانانو او ورزش په برخه کې مو د کرکټ او ولیبال سیالۍ په لاره اچولي
د ښاروالیو ولسي تړون ، شهر برنامه ، AUSSP برنامو کارونه هغه چې یادامریت پورې اړه لري ترسره شوي .