ننګرهارپوهنتون ترڅېرمه ویاله به په اساسي ډول جوړه شي .( سرپرست ښاروال ) .!

د جلال آباد سرپرست ښاروال انجنیر حکیم الدین عمرخېل نن تلې په ۲۲ مه شنبې سهار د ننګرهار پوهنتون ته تللې وو هلته يي د یاد پوهنتون له ریس پوهنوال  ببرک میاخیل او استادانو سره وکاته . د پوهنتون ریس د جلال آباد سرپرست ښاروال ښار او بیا په ځانګړي ډول ننګرهار پوهنتون ته د پاملرنې له آمله ځانګړې مننه وکړه او بیلګه يي د تیري ورځې د یو ستر اشر ترسره کیده یاد کړه .  چې پرمټ يي د یاد پوهنتون انګړ او مربوطات له ناپاکیو پاک شوه . ببرک میاخیل جلال آباد سرپرست ښاروال ته زیاته کړه د ننګرهارپوهنتون ترڅیرمه د شته ویالې د بد وضعیت د شتون له امله چې د ننګرهارپوهنتون د ونو او بوټو د پروخت د نه اوبو کیدو لا مل شوي او د پوهنتون شین والي ته يي زیان اوړولې ذکر وکړ . د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل وویل: ننګرهارپوهنتون د ختیځ زون بیا په تیره د ننګرهارولایت او جلال آباد ښار ښکلا ده او دی ښار او ولایت ته يي ځانګړې عزت بخښلې . جلال آباد ښاروالۍ به د خپل پوهنتون د پاک ساتلو او ښکلا کې د یاد پوهنتون له مسوولینو سره اوږه په اوږه کار وکړي او د کومې ویالې چې تاسو يي یادونه وکړه دا به په اساسي ډول جوړه او د پوهنتون د بوټو د اوبو کولو ستونزي ته به د پای ټکې کیښودل شي . عمرخیل په ورته وخت د ننګرهار پوهنتون له ریس نه هیله وکړه چې د ښاري فرهنګ په وده کې دی د پوهنتون درانه استادان د خپلې ښاروالۍ سره خپله همکاري لا زیاته کړي او پخپلو لیکچرونو کې دی پنځه دقیقې خپلو محصلینو پرښاري فرهنګ وغږیږي . ترڅو ځوانان ( محصلین ) موږ سره د ښاري فرهنګ په و ده کې همکار پاتی شي .!