جلال آباد ښاروال : په اومه ناحیه کې د ۳۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې روانې دي .

جلال آباد ښاروال : په اومه ناحیه کې د ۳۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې روانې دي
د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل دغه خبرې رسنیو او د امرخېلو د سیمې استوګنو ته د امرخېلو د سړک د پرانستې پرمهال وکړې . ښاروال زیاته کړه ددغه سړک پرانسته د هغوشپږو پروژو چې په کې پارکونه ، جمنازیوم ، واش ، سړکونه او نورو شامل دي د چاروپېل دی اود یو این هبیتات په تخنیکي همکارۍ د ښاري خوندیتوب او امنیت پرورګرام له لارې پلی کېږي . د نوموړي په ټکو د امرخېلودغه سړک شاوخوا یو کیلومتر اوږدوالی د ۲۱۴ مترو په اندازه استنادي دیوال او د ۱۹۰ مترو په اندازه د ویالې د پاسه اوسپنیزجال پخپل ځان کې لري او پریاد سړک د ولسي ونډې په شمول پنځه نیم میلونه افغانیو لګښت راځي چې د شپږو میاشتو په موده کې به جوړ شي
د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل وړاندې وویل : د خپل پلان برخه يې د ښار په نوو تاسیس شوو ناحیو لکه اومه ، نهمه ، اتمه او شپږمه کې زیات رغنیز او پراختیايې کارونه کول دي . نوموړي زیاته کړه په اومه ناحیه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې دمګړۍ ۲۲۰ میلونه افغانیو په اندازې د ۳۰ شوراګانو له لارې بېلابېل رغنیز او د ناحيو د ښکلا چارې روانې دي . همدارنګه په دې ناحیه کې د سره رود دوسرکې نه ترسرخ آب پله پورې په شاوخوا ۸۵ میلونه افغانیو د دوهم لاین سړک چارې مخ په بشپړېدو دي همدارنګه له سرخ آب پله څخه به تر ډورنټې بازاره همدا دوهم لاین سړک د ټولګټو چارو ریاست په ملاتړ وغزیږي . نوموړي پخپلو خبرو کې وویل چې هڅې يې د محاکمو ریاست سره په همغږۍ چټکې کړي چې د اومې ناحيې املاکي چارې او قضيې په ولسوالۍ کې نه بلکې په ښاري محکمه کې ترسره شي . درمل زیاتوي چې اوس د اومې ناحيې درانه ښاریان کولای شي خپلې امنیتي ستونزې د سره رود ولسوالۍ سره نه بلکې د پولیسو اومې حوزې سره چې په اومه ناحيه کې يې تازه په کار پېل کړې شریکي کړي . نوموړي د اومې ناحيې د استوګنود غوښتنو په ځواب کې چې موږ ته دې سړکونه ، د اوبو ډیم او نور رغنیز کارونه هم ترسره شي وویل ستاسو د ښاري خدماتي محصول پخپل وخت ورکړې ، د ناحیې د عوایدو په لوړوالي اونوور اړونده ټیکسونو په وخت تحويلۍ سره به په یاده ناحیه کې ستاسو دغو ټولو غوښتنو ته ژر او مثبت ځواب ویل شوی وي
دغه غونډه چې د امرخېلو په سیمه کې جوړه شوې وه په کې د یو این هبیتات د ختیځ زون مسوول سعد ملوک شیرزاد ، د جلال آباد ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل ، د اومې ناحيې امر ډاکتر بريالى چلند ، ښاري حکومتولۍ امر سيد همايون غريب مل د پولیسو د اومې حوزې امر ، ځايي استوګنو ، د امرخېلو د قوم مشرانو ، مخورو ، ځوانانو او نورو ونډه اخستې وه .