د جلال آباد سرپرست ښاروال د شهر پروګرام عمومي ریس سره وکاته .!

د جلال آباد سرپرست ښاروال د شهر پروګرام عمومي ریس سره وکاته .! 
د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل نن له غرمې مخکې پخپل کارځای کې د شهر پروګرام د عمومي ریس سره وکاته . په دې کتنه کې د یاد پروګرام د بیلابیلو برخو مسوولینو هم شتون درلود
په پیل کې د جلال آباد سرپرست ښاروال انجنیر حکیم الدین عمرخيل د شهر برنامي د عمومي ریس نه مننه وکړه او ورته يې هرکلی ووایه چې غواړي په نږدي راتلونکي کې د دوو کلونو لپاره چې څلورسیمه ییزي غټې ولایتي ښاروالۍ ( جلال آباد ، مزار ، هرات او کندهار ) په نښه شوي خپل فعالیتونه پیل کړي . ښاروال وویل : جلال آباد ښاروالۍ له خپلو ټولو همکاروموسیسو چې د ښار په ښکلا او رغونه کې يې له جلال آباد ښاروالۍ سره همکاري کوي او یايې کړي مننه کوو او کارونو ته يې د قدر په سترګه ګورو . د ښاروال په ټکو جلال آباد ښاروالۍ په کمو امکاناتو او خپل مالي مټ ، پرسونل او وسایطو په مرسته شپه ورځ د درنو ښاریانو خدمت کوي خو لکه څنګه چې په کار ده هاغه شان لاس رسې ورته نه دي شوي چي ددي ستر علت او خنډ د پرسونل ، وسایطو او په ځینو برخو کې د درنو ښاریانو دهمکارۍ کموالي دي . که د ښار په رغونه ، ښکلا او د پرسونل په ظرفیت لوړونه کې موږ سره همکاری نړیوالي موسیسي مرستي وکړي موږ ورته بشپړ د کار زمینه برابرو او ورته هرکلي وایو . د شهر د برنامي ریس وین جیمز د جلال آباد سرپرست ښاروال ته ډاډ ورکړ چې ددغه پروګرام له لیاري به موږ دلته په جلال آباد کې د خپلو اتو ( ۸ ) تنو همکارانو پرمټ خپلو فعالیتونو ته ته دوام ورکوو دا همکاري به د لومړیو دوو کلونو لپاره وي . په دي موده کې به تخنیکي مرسته ، ظرفیت لوړونه د ښاروالیو او مشورتي شوراګانو همدارنګه د ایی ایف ام ایس یا مدغم سیستم تاسیسول . د ښاروالۍ د حکومتولۍ د ظرفیت لوړوني ارزونه ، ګرځنده روزنیزي ډلي چمتوکول ، د ښاروالیو پرمختیايی مالي منابع تقویه کولو او نورو برخو کي پوره کار کوو . نوموړي دا هم وویل چې دغه برنامه به خپلو فعالیتونو ته په ۲۰ نورو ښاروالیو کې هم د څلورو کالو په موده کې چې دملاتړ او مرستي موده دوام ورکړي .