جلال آباد ښاروالۍ ښاریانو ته د ۱۳۹۷ مالي کال د کړنو ، لاسته راوړنو ، عوایدو او مصارفو حساب ورکړ .

جلال آباد ښاروالۍ ښاریانو ته د ۱۳۹۷ مالي کال  د کړنو ، لاسته راوړنو ، عوایدو او مصارفو حساب ورکړ .

جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل د رسنیز کنفرانس او علني غونډې له لارې رسنیو او ښاریانو ته د ۱۳۹۷ مالي کال  د کړنو ، لاسته راوړنو ، عوایدو ، مصارفو او بېلابیلو ترسره شوو فعالیتونو په تړاو حساب ورکړ . ښاروال رسنیو ، ، ښاروالۍ مشورتي شورا ، ناحيې مشورتي شورا ، د ښارنهو ناحیوګذروکیلانو ، ځوانانو ، مدني فعالانو او نورو ته د حساب ورکونې پرمهال وویل : دا يې د لومړۍ ورځې ښاریانو او ولس سره ژمنه وه چې د چارو د روڼوالي او حساب ورکونې اصل چې د ښاري ښه حکومتولۍ اساسي عنصر دې ورته به کار کوي او په ښاري اموراتو کې به خپل درانه ښاریان خبر او په تصامیمو کې به پراخه ونډه ورکولای شي . ښاروال زیاته کړه توانېدلې چې په رڼه توګه ۹۹ سلننه بودجه مصرف او بودجه شاوخوا ۳۰۶ میلونه افغانیوته لوړه کړي . د نوموړي په ټکو : څلورو دروازو دخولي عواید   ۱۳۹۱۹۶۳۵۹ افغانۍ ، د هستوګنې کورونو صفايې عواید ۲۰۱۷۳۲۲۱ افغانۍ  ، د سوداګریزو ملکیتونود صفايې عواید  ۱۴۱۰۶۷۲۱  افغانۍ عواید ، د دولتي ادارود صفايې عواید ۵۸۰۷۰۷۶ افغانۍ عواید د سړکونود ساتنې او مراقبت عواید ۱۴۸۱۰۲۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه شوي ، د موټرو د تم ځای د تهجای عواید ۴۸۹۶۰۰ افغانۍ د دولتي ځمکو د تهجايې عواید ۲۷۶۱۲۰۰۷ افغانۍ د دولتي دوکانونواو منډوي عواید ۴۲۵۴۴۵۷۹ افغانۍ د اشتهاري لوایحو له درکه ۴۹۱۴۰۰۰ افغانۍ د صنفي جواز د توذیع له درکه ۱۹۰۷۹۲۶۳ افغانۍ ترلاسه شوي نو ویلای شو چې د ثابت ټول عواید ۲۸۸۷۳۳۰۲۶ افغانۍ په ۱۳۹۷ مالي کال کې راټولې شوي او همدارنګه غېر ثابت عواید له بیلابیلو درکونو لکه هستوګنو نمرو د ویش ، نقشې قیمت او نقشی ټکس ، تېرو کلونو باقیاتو او نقدي جریمې له درکه ۱۷۵۲۶۰۶۵ افغانۍ غېر ثابت عواید ترلاسه شوي . چې د ثابت او غير ثابت عوائیدو عمومې مجموعه مبلغ ( ۳۰۶۲۵۹۰۹۱ ) افغانۍ کېږي تحصيل او رسماً بانک ته تحويل شويدي. د جلال آباد ښاروال رسنیو ته وویل :

په ۱۳۹۶ مالي کال کې جمله مبلغ  ( ۲۹۵۳۵۸۵۶۷ ) افغانۍ ثابت او غير ثابت عوائيد تحصيل شوي و. چې په هماغه ۱۳۹۶ مالي کال کې مبلغ ( ۲۵۴۱۸۶۲۰۳ ) افغانۍ ثابت عوائيد تحصيل شويدي په داسې حال کې چې  په ۱۳۹۷ مالي کال کې مبلغ ( ۲۸۸۷۳۳۰۲۶ )  افغانۍ ثابت عوايد تحصيل شوي چې د ۱۳۹۶ مالي کال په پرتله مبلغ ( ۳۴۵۴۶۸۲۳ ) افغانۍ په ثابتو عوایدو کې زياتوالی راغلی دی. ښاروال ریاض الله درمل د ښاروالۍ د هرې عایداتي څانګې او ترسره شوو رغنیزو پروژو په تړاو يې د خبریالانو او غونډې ګډونوالو ټولې پوښتنې په ورین او قانع کونکي بڼه ځواب کړې چې د رسنوالو او د غونډې د برخه والو د خوښۍ او قناعت سبب وګرځېدې .!  هېره دې نه وي چې په ننۍ غونډه کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام په تړاو هم ښاریانو ته حساب ورکړل شو .

د یادونې وړ ده  د حساب ورکونې په  غونډې کې په جلال آباد ښار کې ټولو داخلي ، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو برخه اخستې وه