د جلال اباد ښاروال رياض الله "درمل" د ننګرهار ولايت د ترافيکو له مدير سره په ښار کې د شته ګڼې ګوڼې د کنترول په موخه ناسته وکړه.

د جلال اباد ښاروال رياض الله "درمل" د ننګرهار ولايت د ترافيکو له مدير سره په ښار کې د شته ګڼې ګوڼې د کنترول په موخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې په ښار کې د ترافیکي څراغونو د فعالولو په موخه له کابله راغلي تخنیکي ټیم هم ګډون درلود.
د جلال اباد ښاروال د ترافيکو د مدير سره په ګډه له راغلي تخنيکي ټيم سره د ترافیکي څراغونو په ښه توګه د بیا فعالولو خبرې وکړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ترافيکو مديريت سره په ګډه او همغږۍ د ښار په پنځو عمومي څلور لارو کې ترافيکي اشارې فعالې او ګټې اخيستنې ته چمتو شي،چې د یادو ترافیکي څراغونو په فعالولو به په ښار کې شته ترافیکي ستونزې تر ډیره حل شي.