جلال آباد ښاروال د مراجعینو ستونزي مخامخ واوریدل او د حل په موخه سم دستي اقدام وکړ

نن چهار شنبه د روان ”١٣٩٨“ کال د لېندۍ په ”٦ ږمه“ نېټه جلال اباد ښاروال روح الامین حسن، په مشرۍ، تخنیکي او سکتوري امریت مسولینو، نهه ګونو ناحیو امرینو او جلال اباد ښاروالۍ اداري منسوبینو سره په ملتیا د مراجعینو سره یو ځای د هغوی په تم ځای کې په دې موخه ناست پاتې شو، تر څو د دوی ستونزې او شکایتونه مخامخ واوري او د حل په موخه سم دستي اقدام وکړي.
جلال اباد ښاروال یو ځل ټولو منسوبینو هدایت وکړ چې په خپلو کاري ساحو کې دې د مراجعینو سره د ښه چلند تر څنګ دې ددوی په کارونو کې هیڅ ډول ځنډ نه واقع کوي، حسن زیاته کړه موږ ژمن یو چې د ښاریانو د ژوند د هر اړخیز سمون لپاره بې ساري خدمات په ښه شان ترسره کړو.

باید وویل شي جلال اباد ټول درانه ښاریان کولی شۍ چې هره چهار شنبه جلال اباد ښاروالۍ مشرتابه سره مخامخ خپلې ستونزې شریکي کړي