د جلال آباد سرپرست ښاروال په ختیځ کې د یو این هبیتات موسیسې سره د لا همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه

د جلال آباد سرپرست ښاروال په ختیځ کې د یو این هبیتات موسیسې سره د لا همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه .! 
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل په ختیځ کې د یو این هبیتات موسیسې د بیلابیلو څانګوله مسوولینو سره د لا همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه . په ناسته کې د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنیر حکیم الدین عمرخیل لومړې د ښاروالۍ له لوري په ښار کې پر روانو او راتلونکو کارونو رڼا واچول شوه او زیاته يي کړه د ښاروالۍ موخه ښاریانو ته باکیفیته د معیار سره سم پخپل وخت خدمات رسول دنده او مسوولیت دی . او له ټولو اړونده او همکارو موسیسو مو هیله هم همدا ده چې دغه اصل ته په پوره پاملرنی کار وکړي . په ختیځ کې د یو این هبیتات موسیسی مسول سعد ملکو ک شیرزاد د جلال اباد ښاروالۍ روان او تردی دمه ترسره کړي کارونه وستایل او دا یی د ښار د ښکلا لپاره ګټور وباله . او د خپلو کارونو ګذارش يي هم په تفصیل سره سرپرست ښاروال ته ورکړ
د یادونې ده چې په دی ناسته کې د جلال اباد ښاروالۍ ټولې رهبري هیت هم ونډه لرله .!