د جلال آباد ښارپنځمې ناحیي اړوند میوي منډوي ترڅیرمه سیمه کې جوړې شوې خپلسرې ودانۍ ونړول شوه .

د جلال آباد ښارپنځمې ناحیي اړوند میوي منډوي ترڅیرمه سیمه کې جوړې شوې خپلسرې ودانۍ  ونړول شوه .

د سلا کار وزیراو  ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل په  امر او لارښوونه د جلال آباد ښاروالۍ له لوري نن پنجشنبه  د لیندۍ په ۹ نېټه د ښار د پنځمې  ناحیې اړوند میوي منډوي ترڅیرمه سیمه کې  کې هغه غیري قانونی او خپلسرې  ودانۍ ونړول شوه چې د ښاروالۍ پرځمکه آباده شوې وه . د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل وايي دغه سیمه ښاروالۍ د ولسي تړون په برنامه کې د پلان له مخې پارک ته ځانګړې کړې چې باید د ښاریانو د هوسا او ارام ژوند په تفریحي پارک په کې جوړ شي خو یو تن پنوم د زلمې چې څه موده وړاندي دلته استوګنه غوره کړې وه او اوس ترې کډه شوي و او غوښتل يي چې دغه ودانئ په سوداګریز ځاي بدله  کړي او زموږ د پلان خنډ شي  . کله چې ښاروالۍ خبره شوه نو ددي کار مخنیوي يي وکړ او دغه خپلسرې غیرې قانوني ودانۍ يي ونړوله ، ښاروالۍ پتیلې يې ده څو په دغه سیمه کې د ښاریانو د هوسا ژوند او تفریح په موخه یو تفریحي پارک ورغوي . سرپرست ښاروال وايي ، د خپلسرو او غیرې قانوني ودانیو او غصب مخنیوي  دغه کمپاین چې مشري يي سلاکار وزیر او ننګرهاروالي کوي  ترهغي به دوام ولري، څو په ټولو هغو ځمکو باندې چې د ښآروالۍ اړوند دي اوغیري قانوني او خپلسرې ودانۍ پري رغول شوي دي ونړوي او د غاصبینو له منګلو يي خلاصه کړي .  د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو په وینا  د کمپاین پر مهال تر اوسه له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي او که څوک يې مخنیوی وکړي نو د قانون منګلولو ته به يې را کاږي . ښاروال  له ښاریانو هم غواړي تر څو د دوی له کار کوونکو سره په دولتی ځمکو باندې په غیري قانونې توګه د رغول شویو ودانیو ړنګولو کې همکاري وکړي .

د یادونې ده چې دا لومړې ځل نه دې چې د سلاکار وزیر اوننګرهاروالي په امر او لارښوونه د غصب مخنیوي کیږي بلکې تردي پخوا هم په زیاته اندازه دولتي ( ښاروالۍ ) ځمکې د غاصبینو له منګلوخلاصې شوي او ودانۍ پرې نړول شوي دي .