د جلال آباد نوی ښاروال (( ریاض الله درمل )) لنډه پيژندنه .!

د جلال آباد نوی ښاروال (( ریاض الله درمل )) لنډه پيژندنه  .!

ریاض الله درمل  د ننګرهار ولایت هسکې مېنې اوسېدونکی دی، له تېرو ۳ کالو راهیسې په کور او ښار جوړونې وزارت کې د اوبو رسولو،‌کانالیزاسیون او چاپیریال ساتنې رئيس و. لومړنۍ ماستري یې په چاپیریال ساتنه کې له فرانسې اخېستې او دوهمه ماستري يې په نړیوالو اړیکو کې له پيښور پوهنتون څخه تر لاسه کړې. ښاغلی درمل د فرانسې په لیل ښاروالۍ کې څیړنپوه پاتې شوی او د چک جمهوریت پراګ ښاروالۍ سره یې د چټلو اوبو د تصفيې په برخه کې کار کړی. نوموړی د ملګرو ملتونو، خوراک او زراعت نړیواله اداره کې د اوبو د منابعو انجېنیر، په  کرنې وزارت کې د اوبو د تنظیم د متخصص،‌ د پلازمینې په پراختیايي اداره او اسیا پراختيايي بانک کې د چاپیریال ساتنې متخصص په حیث دندې ترسره کړي. ښاغلي درمل تیر۶ کاله په ښاري تنظیم، پالیسۍ جوړونې، ښار جوړونې او د ښاروالیو په تنظیم کې کار کړی، چې ډیری پروژې يې په فرانسه،‌ بیلجیم ،‌چک جمهوریت، ‌پاکستان او افغانستان کې ترسره کړي.