د ښار پنځمې ناحيې اړوند ملي امنیت ریاست نه ترمیوې منډوي پورې د تفریحي پارک جوړولو چارې رسمآ پېل شوې

د ښار پنځمې ناحيې اړوند ملي امنیت ریاست نه ترمیوې منډوي پورې د تفریحي پارک جوړولو چارې رسمآ پېل شوې . ( جلال آباد ښاروالۍ ) . 
د جلال آباد ښار په زړه پنځمه ناحېه کې پرشاوخوا ۲۵ جریبه ځمکې جوړیدونکې تفریحي پارک د بنسټ ډبره نن د مرغومي په ۱۳ مه دننګرهار والي حیات الله حیات ، جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل ، د ښاري حکومتولۍ عمومي ریس محمد نصیر حمیدي او نورو له لوري رسمآ کیښودل شوه . د پارک د بنسټ ډبرې د ایښودلو پرمهال دننګرهار والي وویل : څه موده وړاندې ددې پارک پرانسته یو خوب و خو دادې نن مو ورته د ولسونو په ملتیا د حقیقت جامه ورپه تن کړه . نوموړي وړاندې وویل په ننګرهارولایت او جلال آباد ښار کې به ټولې غصب شوې ځمکې د ولسونو په ملتیا د غاصبینو له منګلو خلاصوي . په ورته وخت کې بیا د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل وویل : د نن نه څو میاشتې وړاندې داسې ناسمې وړاندوینې او غلط تبلیغات و چې ګواکې ددې ۲۵ جریبه تفریحې پارک جوړول د ولایتي ادارې او ښاروالۍ له وسه وتلې ده چې له نیکمرغه دادې نن ټولې ناسمې شوې . درمل زیاته کړه زه ډېر خوښ یم او ښاریانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وایم چې دا پارک به په عصري او اساسي بڼه جوړ او د یوه بشپړ تفریحي پارک ټولې ځانګړنې او اسانتیاوي به ولري چې په بشپړ جوړیدو سره به يې د ښار د لا زیاتې ښکلا سبب وګرځي . د ښاري حکومتولۍ عمومي ریس محمد نصیر حمیدي ددې پارک جوړل د جلال آباد ښاروالۍ او ولایتي ادارې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د مبارکۍ ترڅنګ يې د ښاروالیو د معینت د هر راز قانوني مرسته ډاډ ورکړ . د یادې ناحيې د ګذر وکیلانو په استازۍ حاجي شیر محمد د ننګرهاروالي او جلال آباد ښاروال نه مننه وکړه چې زموږ سترې غوښتنې او ارمان ته يې د حقیقت جامه ورپه تن کړه او نن يې پوره کړ
د یادونې ده چې پردغه شاخوا ۲۵ جریبه تفریحې پارکه به د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لارې شاوخوا ۵۶ میلونه اته لکه او ۱۶ زره افغانۍ لګښت راځي چې د ولسي ونډې سره به پریوه کال کې يې د جوړولو چارې بشپړې شي .