په جلال آباد ښارکې به له دي وروسته ټول کارونه د معیار سره سم پخپل وخت پای ته ورسیږي . ( ښاروال ریاض الله درمل ) .

په جلال آباد ښارکې به له دي وروسته ټول کارونه د معیار سره سم پخپل وخت پای ته ورسیږي . ( ښاروال ریاض الله درمل  ) .

د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل د ښآر د شپږو ناحیو د ګذروکیلانو سره په کتنه کې چې د ښاروالۍ ریاست د غونډو په تالار کې د حمل په ۱۹ مه نېټه دایره شوي وه .لومړی يې د یادو ګذر وکیل صاحبانو جلا  جلا  نظرونه ، غوښتنې ، اندیښنې واوریدې او بیا يې په تفصیل سره ورته ځواب ووایه چې د ځوابونو په یوي څنډي کې يې راغلي وو چې پرته د ښاریانو ( ګذروکیل صاحبانو ) او نورو اقشارو له همکارۍ به زموږ غوره کارونه هم نیمګړي وي . ښاروال په ټکو په جلال آباد ښارکې به له دي وروسته ټول کارونه د معیار سره سم پخپل وخت پای ته ورسیږي . ښاروالۍ به له ښآر او ښاریانو هره ترلاسه شوي افغانۍ په تړاو دوباره د بیلابیلو ناستو ، رسنیو ، رسنیزو کنفرانسونو ، مجالسو حساب ورکړي . ددي ښار د هر ښاري هره سالمه نیوکه ، مشوره او نظر به د ښارد ښکلا ترڅنګ د ښاروالۍ اداري د کارونو د پرمختګ سبب هم وګرځي . موږ به چاته اجازت ورنه کړو چې د ښاروالۍ زمکه غصب کړي . ددي ښار شنه ساحه به شنه پاتي کیږي او د ښاریانو د تفریح په موخه به په کې سالم اسانتیاوي برابري شي .