د دولتي (ښاروالۍ )ځمکو د غصب څخه مخنيوي او غاصبينو له منګلو څخه دخلاصون

جلال اباد ښاروالۍ : جلال آباد ښاروالۍ د دولتي (ښاروالۍ )ځمکو د غصب څخه مخنيوي او غاصبينو له منګلو څخه دخلاصون پېل شوې لړۍ لا چټکه کړې، د پېل شوي کمپاين په ترڅ کې د ښار د څلورمې، او اتمې ناحيې وروسته نن د اومې ناحيې ډرونټې ساحه کې ګڼ شمېر دولتي ساحې چې پرې دوکانونه او ودانۍ جوړې شوې وې ړنګې او له غصب څخه خلاصې شوې.