د لومړي ځل لپاره په جلال آباد ښاروالۍ کې د مالي مدیریت منسجم سیستم ( IFMS ) فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

د لومړي ځل لپاره په جلال آباد ښاروالۍ کې د مالي مدیریت منسجم سیستم ( IFMS ) فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شو . ( ښاري حکومتولۍ امریت )
د جلال آباد ښاروالۍ ښاروال ریاض الله درمل وايې وتوانېد چې په ښاروالۍ کې د مالي مدیریت منسجم انلاین سیستم ( IFMS ) فعال او ګټې اخستنې ته وړاندې کړي . درمل وايې ددغه سیستم له لارې به د ښاروالۍ د صنفي جواز ، ښاري خدماتي محصول ورکړې مالي حسابونو اوحکومتولۍ برخه لکه اجراتو مدیریت ، د شکایتونوثبت د تقنیني اسنادو ، ملکیت اسنادو برخه کې روڼوالي ، چټکتیا او لا بهتر والي ته کار وشي . نومړې پخپلو خبرو کې ددې سیستم فعالیدو باندې خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې په سمه بڼه به په جلال آباد ښاروالۍ کې ترې ګټه پورته شي .د ښاروال په ټکو تردې دمه ۱۸۰۰۰صنفي جوازونه او ۲۸۸۸د ملکیت اسناد یاد سیستم کې ثبت او طې مراحل شوي . ددغه سیستم د پرانستې پرمهال د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل وویل : معینت يې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رهبرۍ تر ملاتړ لاندې د ټولو ښاروالیو دچارو د لا روڼوالي او سیستماتیک کولو ته تر بل هر وخته زیاته پاملرنه کړې چې دا مالي مدیریت سیستم يې یوه بیلګه ده . پوپل زیاته کړه د مالي مدیریت منسجم سیستم به د ښاروالیو مالي او حکومتولۍ برخه کړنې زموږ سره لا هماهنګې ، منظمې ، رڼې او چټکې کړي . غونډې ته د ښاریانو په استازې د جلال آباد ښاروالۍ مشورتي شورا مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل هم خبرې وکړي او د ښاریانو او یادې شورا په استازۍ يې ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکې ښاروال او له مرکزه راغلو میلمنو ته ورکړه . ځوانمل زیاته کړه د دا ډول ټولو رغنده او مثبتو لاسته راوړنو او هلو ځلو ملاتړ موږ تل کړې او ښاروالۍ سره دې برخې ته به لا زیات کار کوو . د یادونې ده د مالي مدیریت منسجم سیستم ( I f m s ) دمګړۍ د هېواد په ۲۰ ښاروالیو کې فعال دې چې ټولې ښاروالیانې د یوه مرکزي ډیټا سنټر له لارې چې په معینت او محلي ارګانونو کې نصب دي وصل دي .