د جلا ل آباد ښاروالۍ له لوري د ښار په پنځلسو ښوونځیو کې ښاروالۍ له لوري جوړی شوی مکتب کمېټي

د جلا ل آباد ښاروالۍ له لوري د ښار په پنځلسو ښوونځیو کې ښاروالۍ له لوري پرجوړو شوو مکتب کمېټو یو شمېر وسایل او کارنده اجناس وویشل وشوه . د وسایلو د ویش دغه مراسم د ننګرهارعالي لېسې کې جوړ شوي . د ښوونځیو د ښاروالیو پرکمېټو دغه وسایل د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل ، ننګرهارپوهنې ریس حسیب الله شینواري ، اطلاعات وفرهنګ ریس اورنګ صمیم ، جلال آباد ښاروالۍ مشورتي شورا مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل او یو شمېر نورو مسوولینو په لاسونو وویشل شوه . هېره دې نه وي دغه وسایل او یو شمېر اجناس د شهر همکاردفتر له لوري برابر او په یادو کمېټو توذیع شو .