د نږدې ۴۱ میلیو نه افغانیو په مالي لګښت د سړک جوړولو د دوه پروژو چارې پیل شوې.

د نږدې ۴۱ میلیو نه افغانیو په مالي لګښت د سړک جوړولو د دوه پروژو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال باد ښار په څلورمې او دویمې ناحیو کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د نږدې ۴۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سړک جوړولو د دوه پروژو چارې پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل،د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په څلورمه او دویمه ناحیو کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې .
هغه زیاته کړه،دواړه سړکونه،چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي،دوه نیم کیلو متره اوږدوالی لري،چې ورسره به یو شمیر پلې لارې،ویالې او ګلدانونه هم جوړ شي.د نوموړي په وینا د دې سړکونو په جوړیدو سره به د دواړو ناحیو په مربوطاتو کې د د ښاریانو د تګ را تګ پر مهال ډیری ستونزې حل شي او همدا راز یې ښاریانو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو د یاد سړک د چارو څخه څآرنه وکړي او تر جوړیدو وروسته یې په ساتنه کې له ښاروالۍ سره ونډه واخلي .د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل وویل،په څلورمه ناحیه کې ۱۵۰۰۰ متره مربع سړکونه چې د اوبو ویالې او نور ضروري محلقات هم ورسره شتون لري، د ۲۲ میلیونه افغانۍ په مالي لګښت په اساسي ډول جوړیږي .نوموړي زیاته کړه، په دویمه ناحیه کې د فارم هډې له پل څخه تر زیتونو فابریکې پورې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه سوه څلوېښت متره په اوږوالي او د ۱۴ متره په سور هم د سړک جوړونې چارې پیل شوې،چې په اساسي ډول به د نورو ملحقاتو سره جوړ شي.د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ په معیاري ډول د پروژو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او همدا راز د جلال اباد ښار په نورو سیمو کې یې هم د ورته پروژو د پیل کيدو غوښتنه وکړه .د سړک جوړونې د یادو پروژو په مراسمو کې د بيلابيلو ادارو مسؤلینو،ځوانان،مخورو او ګڼ شمیر نورو برخه اخیستې وه