په جلال آباد ښار کې د ټولنې پرمختیايي شورا فرعي کمېټې جوړې شوې. ( ولسي تړون ملي پروګرام ).!

په جلال آباد ښار کې د ټولنې پرمختیايي شورا فرعي کمېټې جوړې شوې. ( ولسي تړون ملي پروګرام ).!

د ولسی تړون ملي پروګرام د عامه پوهاوي ولایتی واحد څخه د ښاري حکومتولۍ امریت ته په راستول شوې معلوماتو کې راغلي چې  په جلال اباد ښار کې د ټولنې پرمختیايي شورا فرعي کمېټې جوړې شوې.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار اړوند اتمې ناحیې د دویم ګذر په سربندعلي پرمختیايي شورا کې فرعي کمېټې جوړې شوې. د سربندعلي پرمختیايي شورا لپاره دا فرعي کمېټې چې (د پوهنې، روغتیا، چاپيریال ساتنې، ځوانانو، او ښځو کمېټې) په کې شاملې دي د دې شورا د ګڼ شمېر ښځینه او نارینه اوسېدونکو په ګډون رامنځته شوې.

د ولسي تړون ملي پروګرام کارکوونکو د فرعي کمېټو جوړولو په خاطر لومړی د یادې شورا اوسېدونکو ته د فرعي کمېټو د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو ته یې دا چې څوک په کومه فرعي کمېټه کې عضویت ترلاسه کړي بشپړ معلومات ورکړل چې په دې سره د یادو (۵) کمېټو په ایجادولو کې هر تن د هغه سیمي او وړتیا ته په

کتلو سره په مختلفو فرعي کمېټو کې غړیتوب ترلاسه کړ، چې یادې کمېتې به د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق په مختلفو پړاوونو کې د اړتیا سره سم مرسته کوي.