د جلال آباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د عقرب میاشتې د ترسره کړو کارونو لنډ راپور .!

د جلال آباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د عقرب میاشتې د ترسره کړو کارونو لنډ راپور .! 

د جلال آباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر بریالی وايې د عقرب په میاشت کې يې د خپلو تنظیفاتي او سرسبزۍ په برخه کې د شته کارګرو په مټ د ښار په نهو ناحیو کې (۱۰۰۰۰) لس زره متره مکعب په اندازه کثافات راټول کړي او ټاکلي ځای ته انتقال شوي ، (۱۹۰) کیلو متره د ښارد واټونو او نورو برخو جارو ترسره شوی ، (۸۰) کیلو متره په اندازه د ښار دننه او اړونده ناحیو کې ویالې پاکې شوي ، دسرسبزی او اوبه کولو برخې له لارې ، سراج العمارت بڼ ، امیرشهید بڼ ، عیدګاه جومات پارک ، موسی شفیق پارک ، اتفاق مسجد پارک ، عبدالحق مېنې پارک،باغ وحش ( ژوبڼ ) پارک ، درونټه پارک ، ښاروالۍ میلمستون پارک او دوسرکې پارک خړوب شوی . همدارنګه پنځه (۵) لاوارثه مړي له کفن ورکولو ورسته خاوروته سپارل شوي او په ورته وخت کې  یاد مدیریت له لوري د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه د کوسه ډبو سپیو د له منځه وړولو په کمپاین کې برخه هم اخستل شوی  .

هېره دې نه وي  : یاد ټول کثافات ټاکلو ځایونوته د (۱۷ ) عراده هینو موټرو ، (۱۰) عراده زرنجونو پواسطه انتقال شوي او د اوبوکولو په برخه کې د( ۴) اوبو ټانکرو نه ګټه اخستل شوی .

نوټ : درنو ښاریانو که ستاسو په ناحیه او شاوخوا ته کومه د ناپاکیو ډېرې ( ډیران ) موجود وي او زموږ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت ورته پام شوې نه وي هیله ده موږ ته يې دقیق ادرس راکړۍ زموږ یاد مدیریت کارګر به يې په وخت پورته کړي .