په جلال آباد کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۸يمه کليزه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.

په جلال آباد کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۸يمه کليزه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د زمري اته ويشتم چې د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده،دغه ورځ د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې د يولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زرګونو هېوادوالو، په ننګرهار کې د هندوستان،پاکستان او ايران سرقونسلرانو ، حکومتي چارواکو، امنيتي منسوبينو، د ولسمشر سلاکارانو، ملي او ولايتي شورا غړو،مدني فعالانو، اهل هنودو،معلولينو اتحاديې،قومي مشرانو، ديني عالمانو، جهادي قوماندانانو او د بېلابېلو بنسټونو مسئولينو او غړو برخه اخيستنې سره ونمانځل شوه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ټولو هېوادوالو ته د دغې تاريخي او وياړلې ورځې له امله مبارکي وويله او د هغو قهرمانونو کارنامو يادونه يې وکړه، چې د زمري په اته وېشتمه يې د سر په قربانۍ انګريزي ښکېلاک مات او خپل هېواد يې ازاد او مستقل کړ.
ښاغلي منګل وويل، چې د شاه غازي امان الله په مشرۍ افغان شاه زلميانو له انګريزانو بېرته ازادي ترلاسه کړه او ددغې ازادۍ د ساتلو لپاره د افغان ولس د يووالي اړتيا لېدل کېږې، څو په هېواد کې مو پرمختګ او سوله قايمه شي او ولس مو په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.
والي ولس ته ډاډ ورکړ،چې هېڅ يوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د ولس ارام ژوند تريخ کړي او ولس تر خپلو ناوړو اغيزو لاندې راولي.
نوموړي وايي د فساد او غصب پرضد د حکومت مبارزه جدي ده او د ښې حکمتوالۍ پلې کولو په موخه يې پراخې هڅې پيل کړي دي او د ښارونو د پراختيا سربېره په فرهنګي برخو کې هم لاسته راوړنې لري.
هغه زياته کړه ختيځ ولسونه او جلال آباد ښاریان په ازادۍ مين دي او باوري يو چې دغه وياړلی ولس به د خپلې خاورې نه د دفاع په برخه کې هر ډول قربانۍ ورکړي.
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنیر حکیم الدین عمرخېل هم په خپل وار سره درنو ښاریانو ته د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ۹۸ نویمي کالیزي مبارکي وویله او زیاته يي کړه چې جلال آباد ښاروالۍ ددي جشن لپاره ښار د سلا کار وزیر او ننګرهاروالي په ځانګړو لارښونو ښکلی کړی وو او د ښاربڼه یی وربدله کړی وه . نوموړي دا هم وویل چې د ښآر د ښار سربیره د جشن ټول خدماتي کارونه يي هم په سمه بڼه او خپل وخت سره ترسره کړي
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري هېوادوالو ته د خپلواکۍ ازادۍ د ورځې له امله مبارکي وويله او وې ويل چې نيکونو او پلرونو مو په سختو شرايطو کې د انګريزي ښکيلاک پر وړاندې وجنګېدل،هېواد يې ازاد او ملي بېرغ يې هسک وساته.
وزيري ډاډ ورکړ چې وسله وال پوځ به تر وروستۍ سلګې پورې خپلواکي ساتي او دښمن پر وړاندې به په لوړ مرال سره جنګېږې.
د ولسي جرګې غړي فريدون خان مومند وويل، چې ولس بايد د هغو غازيانو او شهيدانو لاره تعقيب کړي،چې د خپلواکۍ ترلاسه کولو او هېواد جوړولو په موخه يې خپل سرونه قربان کړل.
مومند زياته کړه، چې ډېری هېوادوال مو لا هم د داخلي کړېو تر اغيز لاندې دي،پکار ده چې ټول ځوانان سره متحد او ددغې کړۍ د ماتولو او لاسونو لنډولو لپاره مبارزه جدي کړي.
د خپلواکۍ د جشن په مراسمو کې د هېواد هوايي ځواک چورلکو هم منورې ترسره کړې،چې د جشن برخوالو لخوا بدرګه شوې.
د جشن په يوه څنډه کې د ننګرهار ولايت بېلابېلو ډلګېو له لورې د پرېټ مراسم ترسره شول،چې په کې د هېواد په دفاع کې معلولينو،کټ اندام معلولينو،قومونو شورا په پخوانيو ټوپکو سمبال،اهل هنودو،ورزشکارانو،بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو،کوچيانو او پشه يانو قومونو،خصوصي پوهنتونونو او پوهنې رياست او بېلابېلو بنسټونو ډلو له لورې بېلابېلې نندارې برخوالو ته وړاندې کړې.