د ښاري نظم راوستلو او په ښار کې د ګڼه ګوڼې او بې نظمۍ مخنیوي

نن ماښام د جلال اباد ښاروال رياض الله "درمل" د ښاري نظم راوستلو او په ښار کې د ګڼه ګوڼې او بې نظمۍ مخنیوي او ورته حل لارو لټولو په پار د ښار له عمومي جادو، واټونو څخه له نږدې لېدنه ترسره کړه.
د جلال اباد ښاروال او د ښاري نظم کمیسیون مشر، د ننګرهار امنیه قومندانۍ د امنيت امر، د ښار امنيت مدير، د ترافيکو مدير او يو شمير نورو په ګډه له هغو ساحو څخه ليدنه وکړه، چیرته چې په عامه پلو لارو د لاسي پلورونکو، لاسي کراچیو او په چوکونو کې د خپلسرو لیني هډو له امله د ښار نظم کډوډ شوی او ښاریان له ستونزو سره مخ دی.
د جلال اباد ښاروال د کمیسون غړو ادارو مسوولینو او يادو چارواکو ته د لاسي پلورونکو او ريړۍ چلونکو د تنظيم لپاره د ښاروالۍ له لورې مشخص شویو ځايونو په اړه مالومات ورکړل او له یادو ځايو څخه یې ليدنه وکړه.
همدارنګه د اړونده ادارو له مسؤلينو يې غوښتنه وکړه چې د ښاروالۍ سره په ګډه د ښار په عمومي جادو کې لاس پلورنکي او عامه پلي لاري بندونکي، ټاکل شویو ځایونو ته په انتقال کې ورسره همکاري وکړي، تر څو عامه جادو د بندښت مخنیوی وشي او ښاريان وکولای شي، د ښار له عامه جادو او پلي لارو څخه پرته له کومې ستونزې په اسانۍ ګټه پورته کړي
امنيتي مسؤلينو له ښار څخه د ليدنې پر مهال د جلال اباد ښاروال سره ژمنه وکړه او ليوالتيا يې وښوده چې د ښاري نظم د رامنځ ته کيدو لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي او هيچاته به اجازه ورنکړي چې د ښاروالۍ لخوا د ټاکل شویو ساحو پرته د ښار جادې او عامه پلي لارې بندې کړي.