ننګرهار کې د څوارلس کلن ځنډ وروسته د ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ملکیت د ویش لړۍ پیل شوه .

ننګرهار کې د څوارلس کلن ځنډ وروسته د ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ملکیت د ویش لړۍ پیل شوه .
د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل او ولایتي ادارې په  هڅو تر څوارلس کلن ځنډ وروسته ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په بحراباد ښارګوټې کې د استوګنې نمرو د ملکیت موقت سندونو د ورکړې لړۍ رسمآ د ننګرهاروالي شاه محمود میاخېل ، جلال آباد ښاروال ریا ض الله درمل او نورو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،باید په ۱۳۸۴یم کال کې د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه نمرې ورکړل شوې وې،خو د نه پاملرنې له امله یاده چاره ځنډیدلې وه .
هغه زیاته کړه،د ښارجوړونې وزارت،جلال اباد ښاروالۍ او یو شمیر نورو ادارو او مسؤلینو په همکارۍ په دې بریالي شول،چې د اتمې ناحیې په بحراباد ښارګوټې کې ۱۲۴۴ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه نمرو د ورکړې لړۍ پیل کړي .
هغه ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې د ټولو هغو ښارګوټو چې د بېلابېلو دلايلو له امله يې چارې نيمګړې پاتې دي د حل په موخه به يې ګړندي ګامونه پورته کړي.
د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، ننګرهار کې د شهيدانو د ورثينو شمېر چې نمرو ته اړتيا لري ۷زره کورنيو ته رسېږي چې دغو ټولو ته يو بل ښارګوټی هم په نظر کې نيول شوی دی.
هغه وويل، د بحر اباد ښارګوټی به له نورو ښارګوټو فرق ولري او دې ښارګوټي کې به له پيل سره سم د سړکونو او نورو عامه خدماتو د جوړېدو چارې پيل شي.
د شهيدانو د وارثينو د اتحاديې مشر معين خان بيا وايي چې يادو کورنيو دغو نمرو ته شاوخوا ۱۴ کاله انتظار کړی دی.
دی وايي، د ښارګوټي ځينې نمرې اوس هم د يو شمېر زورواکو لخوا نيول شوي، چې بايد ستونزه يې حل شي او دغه راز هغه پيسې چې حکومت دوی ته د کورونو د جوړېدو په موخه ورکوي، د بحراباد په څېر شاړه ځمکه پرې نه ابادېږي او بايد اندازه يې زياته شي.
يوه مېرمنه چې خاوند يې په اردو کې شهید شوی وايي، د استوګنې دا نمرې به يې کورنۍ ته د سرپناه لپاره يو څه اسانتيا برابره کړي . د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم ډاډ ورکړ چې د بحراباد ښارګوټي د پاتې نمرو ستونزه به حلوي او دغه راز به د شهيدانو د کورنيو د غړو نورې غوښتنې هم له اړوند وزارتونو سره د حل په موخه شريکې کړي.