ښاري نظم پروړاندې به ټولې موانع لرې شي .

جلال اباد ښاروالۍ ښاري نظم کمیسون، له لورې نن چهارشنبه هم د ښاري نظم په موخه جلال اباد ښار په مرکزي ساحو کې د پلې لارې، او سرکونه د ترافیکو او ښاریانو د پلې تګ راتګ په موخه خلاص کړه.
د یاد کمپاین په ترڅ کې هغه هټۍ چې د ټاکلې حریم څخه یې تجاوز کړی وه، وسایل یې ړنګ او هټۍ یې مهرلاک شوې، د پلو لارو د خلاصون په موخه ټول د کاروبار بې نظمه توکې د ګډ کمیسون له لورې له ځان سره یو وړل شو.

د یادولو وړ ده جلال اباد ښاروالۍ ښاري نظم کمیسون ښاري نظم او ښاري ښکلا په موخه د امنیه قومندانۍ د ځانګړې قطعې پرمټ کمپاین ترهغې دوام کوي ترڅو یو منظم ښار ولرو