د ۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو په آرزښت د جلال اباد ښار په دریو ناحیو کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې بېلا بېلې پروژې پلي کیږي .

د ۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو په آرزښت د جلال اباد ښار په دریو ناحیو کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې بېلا بېلې پروژې پلي کیږي .
جلال اباد ښاروالۍ اړوند په اوومې، اتمې او نهمې ناحیو کې د ښاروالیوولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د سل پرمختیايي شوراګانو پر مټ د ۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلا بېلې پروژې پلي کیږي. سلاکار وزیر اوننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد پروګرام د پرانيستې پرمهال وویل: د ښاروالیوولسي تړون ملي پروګرام د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې او هڅو په ترڅ کې رامنځته شوی، چې پرمټ به يې د پروژو پلي کیدو ترڅنګ د ولسونو ترمنځ د یووالي او اتفاق روحیه پياوړې شي. نوموړي زیاته کړه د ولسي تړون پروګرام په ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ادارې او د ښار په ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري تنظمیږي، چې په خبره يې د دې پروګرام په چوکاټ کې جوړې شوې ولسي شوراګانې به دولت سره د امنیت په ټینګښت او نورو ستونزو په حل کې همکاري کوي. منګل د ښاروالیوولسي تړون پروګرام مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد پروګرام په تنظیم کې خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کړي.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل، چې د ښاروالیوولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ښار په ۷، ۸ ، او ۹ مه ناحیو کې د سل پرمختیايي شوراګانو پر مټ د ۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلا بېلې پروژې پلي کیږي. نوموړي زیاته کړه د پروژو په پلي کیدو کې به ۲۵ سلنه ونډه ولسونه ورکوي او ښاروالي به یواځې د نظارت مسئولیت پر غاړه لري. درمل د یادو ناحیو له هستوګنو غوښتنه وکړه، چې د دغې برنامې په ښه ترسره کیدو او ولسي ونډې په ورکړه کې بشپړه همکاري وکړي.
د ولایتي شورا غړي اجمل عمر ، د یادو ناحیو ګذروکیلانو په استازۍ الحاج ملک امان احمدزي او ځوانانوپه استازۍ برهان الدین سیرت د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام ستاینه وکړه، چې په وینا یې د دې پروګرام په پیل سره به ولسونه سره نږدې او هم به د دوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شي. نوموړو له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د ياد پروګرام په ښه ترسره کیدو کې خپله همکاري دریغ نه کړي