صنعتی او تجارتی مرکزونه

صنایع:

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د ۱۳۹۳ کال د کلني راپور پر بنسټ، په جلال آباد ښار کې د ۱۳۹۲ کال پورې ۱۱۰ صنعتي فابریکې موجودې وې. خو تقریباً د دغه فابریکو ۳۳٪ تر ۱۳۹۲ کال پورې د کافي بریښنا د نه شتون او د دولت د نه ملاتړ چې د پاکستان سره د صادراتي توکو په برخه کې سیالي وکړای شي،له امله وتړل شوې.

د دغه فابریکو ډیر تولیدات د یخ (کنګل) مرمر، لوښي، سوپ، څښاک، کارتنونه، بایسکلې، مربا، تخنیکي پرزه جات، تریشرې، ریکشا ګانې، بوټان، رنګ، فلزات، المونیم او پلستر په توګه وو .

صنعتی ځایونه

صنعتی ځایونه