د جلال اباد ښاروالۍ او دَ ولسوالۍ ښاروالانو تر منځ دَ افکارو او تجربو دَ تبادلې ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۸:۳۲
نىوز

  د جلال اباد ښاروالۍ او ولسوالیو ښاروالانو ترمنځ د افکارو او تجربو د تبادلې ناسته ترسره شوه!

یاده ناسته د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې برابره شوې وه، چې د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید، د ښاري حکومتولی رئیسد مولوي محمد اجمل فقیر، د تورخم ښاروال غازی همت، د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ښاروالانو او د مختلفو داخلي آمریتونو آمرینو پکې برخه اخېستې وه. د پیل ویناء د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر وکړه. نوموړي وویل، چې ددې ناستې نه یې موخه د چارو بهبود او ښه والی دی، ټولې هغه برخې چې نیمګړتیاوې ولري، د حل لپاره به یې په ګډه کار کوو، ترڅو ولسونو ته لا غوره خدمات وړاندې کړو او له خپل اړخ یې په دغه برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ. په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په بېلابېلو برخو کې د ستونزو، لاسته راوړنو او نوښتونو په تړاو پرزنټش برابر شوی وو، چې ګډونوالو ته پکې مختلف مهارتونو وښودل شول، چې له مخې به یې د عوایدو په راټولیدو، ساختمانې چارو، پلان جوړونې، انکشاف، ښاري خدماتو او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کولی شي. ددې ترڅنګ د ولسوالیو ښاروالانو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او دا ډول پروګرامونه یې ګټور وبلل، چې له مخې به یې په ځينو برخو کې ستونزې حل او چارې به په ښه ډول مخته لاړې شې. په عین حال کې هر یو خپلې ستونزې او لاسته راوړنې مرستیال ښاروال سره شریکې کړې. په پای کې د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید خبرې وکړې. نوموړي له ټولو ښاروالانو وغوښتل چې په خپلو ورسپارل شویو دندو کې له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلئ او د شرعي قوانینو مطابق د خپلو ولسونو او ښاریانو سره چال چلند وکړئ. په ورته مهال یې دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د ورته تخنیکې پروګرامونو په جوړولو یې ټېنګار وکړ

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۵۶
Background image

دَ ګذرونو د معياري کيدو په اړه له ولسونو سره ناسته ترسره شوه

د ګذرونو د معیاري کېدو پروسې په اړه د څلورمې او اتمې ناحیې له ولسونو سره ناسته ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د ګذرونو د معیاري کېدو پروسې ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۴۵
Background image

جلال اباد ښار کې خپلسرو ودانيزو مخه نيول کېږي

په ښار کې د خپلسرو ودانېزو چارو مخه نېول کیږي! جلال اباد ښاروالۍ اړوند د تخنیکي او سکتوري چارو ریاست ساختمان آمریت له لوري د ښار په مختلفو برخو کې د هغه ساختماني چارو مخه نېول کیږي، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۳۲
Background image

جلال اباد ښار مخابراتو څلور لاري کې ويډيو وال سکرين نصب شو

مخابراتو چوک کې غټ ویډیو وال سکرین ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو! جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په زړه مخابراتو چوک کې د کاسه برج په ودانۍ لوي ویډیو وال سکرین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په. . .

BACK TO NEWS