د جلال آباد ښار په داخل کی د تخریب شوی سرکونو داغګیری پروژی د اعلان په اړه
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست لخوا ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چی د جلال آباد ښاروالۍ ریاست، د جلال آباد ښار په داخل کی د تخریب شوی سرکونو داغګیری پروژه چی ارزښت یی ۹۲۴۱۹۵۰ نهه میلیونه دوه سوه یو څلویښت زره نهه سوه پنځوس افغانۍ دی قرارداد یی د شرق افغان شاهین ساختمانی شرکت سره دی ټول حکمی او حقیقی اشخاص چی پدی برخه کی اعتراض لری کولای شی خپل اعتراض لیکونه د خبرتیا د خپریدو وروسته تر ۵ کاری ورځو پوری په لیکلی بڼه له مستندو دلایلو سره یوځای د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاری
دغه خبرتیا د قرارداد ورکړی په معنا نده
